ټولنه

دپنځو تنو افسرانو او سرتيرو دفاتحې مراسم پرځاى شول .

کابل باختر د لړم لسمه :

دجمهوري رياست دلومړۍ   مرستيال دهغو پنځو تنو ساتوونکو افسرانو او سرتيرو  دفاتحې مراسم چې دجوزجان ولايت  په خم اب  ولسوالۍ کې  دتروريستو طالبانو له خوا په يوه کمين کې شهيدان  شوې وو نن سهار دصدارت په جامع جومات کې پرځاى  شول .

دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په دغو مراسمو کې چې دسلګونو تنو دولتي  کارکوونکو دملي امنيت دلوى رياست  دلسمې ادارې  او دجګپوړو مقاماتو  دمحافظت  درياست دافسرانو او سرتيرو او دشهيدانو ددوستانو او خپلوانو په ګډون پرځاى شول  دهيواد دازادۍ ،  خپلواکۍ ، ترقۍ او پرمختګ   دلارې  دشهيدانو پاک روح ته دعا وشوه .

دوسله والو مخالفينو او دبهرنيو  تروريستانو له شتون څخه دجوزجان ولايت دخماب  ولسوالۍ دپاکولو په عملياتو کې چې څه موده مخکې دجمهوري رياست  دلومړي مرستيال  ستر جنرال  عبدالرشيد دوستم په مشرۍ ترسره شوي وو، دغه ولسوالۍ دطالبانو له شتون څخه پاکه شوه .

ددغو چاڼيزو عملياتوپه بهير کې لسګونو تنو تروريستانو ته مرګ ژوبله واوښته او دعملياتو په پاى کې ددغې ولسوالۍ په کليو اوبانډو کې سوله او امنيت ټينګښت وموند .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته