امنیت

په بمونو بار موټر دوه تنه سپاره ځانمرګي بريدګرپه غزني کې ووژل شول

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر:
په بمونوبار موټر دوه سپاره ځانمرګي بريدګر نن سهار خپلې موخې ته له رسېدو مخکې په غزني کې ووژل شول .
دغزني والي وياند محمد عارف نوري باختراژانس ته وويل: دغه دوه ځانمرګي بريدګر چې په بمونو بار يوه موټرکې سپاره وو ددغه ولايت دزنه خان ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  دايتلاف دځواکونو په هوايي بريد ګې ووژل شول .
ديوبل خبرله مخې،  دغزني دقره باغ ولسوالۍ په عيدي کلي کې تېره شپه دافغان پوځيانو په عملياتو کې دطالبانو دمهماتو يوه ډيپو کشف شوه او په هغې کې اوولس بوشکه يي ماينونه،  دهاوان پنځه دېرش ماينونه او دداشکې څلور بکسې ګولۍ ترلاسه شوې دي .
ختم(_ ف_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته