امنیت

په پنجشير ولايت کې دملي پيوستون يو پنځوس پروژې تطبيقې شوې .

کابل باختر دمرغومي  ديرشمه :
په روان کال  په پنجشير ولايت کې  يو پنځوس  ټولګټې پروژې  ګټې اخستنې ته سپارل  شوې دي .
په دغو پروژو کې داوبو بريښنا  دکوچنيو  بندونو جوړول شامل دي چې دملي پيوستون دپروګرام له خوا دديارلسو  مليونو افغانيو  په لګښت په پنجشير ولايت کې ګټې اخستنې ته وړاندې شوي دي .
په پنجشير ولايت کې دهبيتات موسسې  رييس دولت  محمد خرمي وويل: ددغو پروژو په بشپړيدو سره  ددغه ولايت په مرکز او اوو ولسواليو کې لسو زرو کورنيو ته لازمې اسانتياوې برابرې  شوې دي .
ديادونې وړ ده چې دپنجشير  ولايت يوشمير اوسيدونکي په دغه ولايت کې دملي پيوستون  د پروګرام  له خوا په روان کال کې منظورې شوې  پروژې دقناعت وړ بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته