امنیت

شپږ تنه ډار اچوونکي په بغلان کې ووژل شول

پلخمري  باختر دوږي دمياشتې ٢٧  نيټه  :
شپږ تنه ډار اچوونکي پرون د بغلان ولايت د پلخمري ښار ته څېرمه ووژل شول.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدين سريع د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ډار اچوونکي هغه وخت ووژل شول چې خپل بريدونه يې د سرخ کوتل او د پلخمري ښار د چشمه شير د لويې لارې په ساحوکې پيل کړل .
ده وويل چې ډار اچوونکي د دغو بريدونو له امله د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول او د سر د زيانونو په زغملو سره له ساحې څخه  وتښتيدل.
د بغلان امنيه قوماندان د سمنګان _ بغلان د لويې لارې له خلاصيدو ډاډ ورکړ او ويې ويل چې هيڅ راز نا امني دغه لاره نه ګواښوي او مسافران دې له کومې انديښنې پرته په دې لاره کې تګ راتګ وکړي.
پاى سعيده ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته