امنیت

په کندز ښار د وسله والو طالبانو پراخ بريد

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٢  :
په کندز ښارکې  دوسله والو طالبانو  او دامنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې همدا اوس په شدت سره دوام لري .
دکندز د حوزوي  روغتون سرطبيبې مرضيې ارسلان يفتلي  د باخترآژانس  خبريال ته وويل  چې تراوسه پورې  يوه شهيده او ٣٥ تنه ټپيان  چې ټول ملکيان دي او ښځې  ، ماشومان  او نارينه پکې شامل دي  دغه روغتون ته ليږدول شوي دي.
دکندز ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې دکندز ښار اودهغه په شاوخوا کې  امنيتي حالت ښه نه دى.
دکندز دولايتي شورا رئيس وايي چې دکندز ښار  له بيلابيلو سيمو څخه     
      د ډزوغږونه اوريدل کيږي او خلک  له ويرې او وحشت سره مخامخ دي.
دکندز دپوليسو يو مقام وايي چې  د کوماندو ځواکونه  چې په سرکې يې    دملي دفاع وزارت  دلوى درستيز مرستيال ستر جنرال مرادعلي مراد او دځانګړو ځواکونو قوماندان  جنرال يفتلي هم دي ، کندز ته رسيدلي دي.
ويل کيږي چې وسله والو طالبانو دکندز په شاوخوا کې څوپوستې نيولي دي  دا په داسې حال کې ده چې افغان هوايي ځواکونو دوسله والوطالبانو څو سنګرونه بمباري کړي دي  او دکندز پوليس وايي  چې دوسله والو  طالبانو بريدونه په شا تمبول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته