امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په جوزجان کې ووژل شول .

کابل باختر دزمري نهمه :
په جوزجان ولايت کې دظفر په عملياتو کې پنځه تنه  وسله وال طالبان ووژل شول . او درې ويشت تنه نور طالبان ټپيان شول .
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر دباختراژانس خبريال ته وويل: دجوزجان ولايت دفيض اباد ، آقچې او د مرديانو دولسواليو په مربوطاتو کې له دوو ورځو راپديخوا دظفر عمليات پيل شوي دي چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي . درې ويشت تنه ټپيان او ديرش تنه نور دامنيتي ځواکونو په کلابندې کې دي
ويل کيږي ددغو عملياتوپه بهير کې دوسله والو طالبانو جنګي وسايل  او مهمات دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي او په بشپړه توګه   دوسله والو طالبانو له شتون څخه  ددغې سيمې  تر پاکولو پورې  عمليات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته