سیاست

په سويس کې څلور اړخيزه غونډه جوړه شوه

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢٦ :
د افغانستان، پاکستان ، ايران  او د مهاجرينو په چاروکې  د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کمشينرۍ څلور اړخيزه غونډه د سويس په ژنيوا ښارکې جوړه شوه.
دغه غونډه د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان دعالي کميشنرۍ د اجرائيوي کميټې د کلنۍ غونډې لپاره د اجندا او تيارى د برابرولو  په مقصد چې  د روان  ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کې د سويس په ژنيو ښارکې ترسره شي؛ جوړه شوې وه.
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزير سيدحسين عالمي بلخې د پاکستان په استازيتوب عبدالقادر بلوڅ، د ايران د کورنيو چارو د وزارت مرستيال حسن ذوالفقاري او د مهاجرينوپه چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کميشنرۍ استازو په دې غونډه کې ګډون کړى و.
په غونډه کې وپتيل شوه چې د (يو ان اچ سي آر) د اجرائيوي کميټې په کلنۍ  غونډه ( اکسکام ) د نړيوالې ټولنې ځانګړې پاملرنه افغان مهاجرينو ته جلب شي او د (اکسکام) د غونډې شپږمه ورځ دې افغان مهاجرينو ته ځانګړې شي چې دغونډې  شپږمه ورځ به د افغانستان د جمهور رئيس محمد اشرف غني په وينا سره پرانستل شي او دغه راز د (پورتفوليو) د پروژو ټوليزه طرحه به د افغانستان له خوا له مهاجرينو سره دنړيوالې ټولنې دمرستو دجلبولو په مقصد وړاندې شي .
د اکسکام په نامه د ملګرو ملتو د سازمان  د عالي  کميشنرۍ د اجرائيوي کميټې کلنۍ غونډې هرکال د سويس په ژنيوا ښارکې د ملګروملتو د سازمان په مقرکې  دغړوهېوادونو د جګپوړو استازو په ګډون جوړيږي او د مهاجرينو او پناه غوښتوونکو د اړوندو مسئلو په باب پکې خبرې اترې کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته