کابل باختر د زمري څوارلسمه :
د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو پرون اته تنه د غلا په تور ونيول .
د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دباختر آژانس خبريال ته وويل: په نيول شويوکسانوپه کابل ښارکې د وسايطو دغلا تور لګول شوى دى چې د پوليسوله خوا د کابل ښار د لومړۍ او اوومې ناحيې په مربوطاتوکې نيول شوي دي.
دغه راز پوليسو يو غلا شوى موټر ترلاسه کړ او خاوند ته يې وسپاره .
0 د یوې دقیقې څخه لږ