امنیت

د هېواد په سویل ختیځ کې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۹ مه
افغان ځواکونو د پکتیکا په زیړوک ولسوالۍ کې شپني عملیات ترسره کړل چې له امله یې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
چارواکي وايي چې په عملیاتو کې ۸ وسله وال وژل شوي او ۶ نور یې سخت ټپیان شوي دي.
د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد آرین د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې په عملیاتوکې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته