فرهنګ

د ډاډګيرنې پيغام

کابل / د سلواغې ۱۲ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه د ډاډګيرنې پيغام
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د هېواد د شاعر، ليکوال او سابقه لرونکي ژورناليست عبدالستار ستاريار پر مړينې خواشيني څرګنده کړه.
استاد عبدالستار ستار يار په ١٣٣٣ کال د بګرام ولسوالۍ په يوزباشي کلا کې وزيږېد  او له زده کړې وروسته يې په پښتو او دري ژبو ليکوالۍ، د ادبي طرحو ليکلو او شعر ويلو ته مخه وکړه.
د ارواښاد ستار سلګونو علمي، تحقيقي او تحليلي مقالې د هېواد په مطبوعاتوکې چاپ شوې دي او هم له هغه څخه شپږ شعري ټولګې او يو داستاني اثر پاتې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د استاد ستاريار مړينه په فرهنګي برخه کې يوه ضايعه بولي او د لوى خداى (ج) له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت، پاتې کسانو او د هېواد فرهنګي ټولنې ته د جميل صبر هيله کوي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته