سیاستخبرونهTOPښوونه او روزنه

د ترکيې سفير له افغانستان سره د ښوونې او روزنې په برخوکې د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ

کابل /دوږي ١١مه /باختر
د پوهنې وزارت سرپرست نور الله منير په کابل کې د ترکيې جمهوريت له سفير جيهادارګين اي سره په کتنه کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د دغه هيواد د همکاريو په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د افغان ترک د ښوونځيو د پرانيستلو د روزنيز سيستم د پياوړتيا،تحصيلي بورسونو، د هېواد په لرو پرتوسيمو کې زده کوونکوته د باکيفيته تعليمي خدمتونو د وړاندې کولو او د ښوونې اوروزنې په برخه کې د نورو اداري مواردو په اړه خبرې اترې وکړې.
د ترکيې سفير د ښوونې اوروزنې په برخه کې له افغانستان سره د ترکيې د همکاريود دوام ډاډ ورکړاوهيله يې وکړه چې په افغانستان کې د ښوونې او روزني بهير د زيات پياوړتيا شاهد وي.
هغه دغه راز د هېواد په لرو پرتو سيموکې د ښوونځيو د جوړولو په اړه د همکاري ژمنه وکړه .
د پوهنې وزارت سرپرست په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د دوست هېواد ترکيې له همکاريو مننه وکړه او د هېواد په پرمختګ کې د پوهنې رول مهم وباله.
هغه زياته کړه د باکيفته ، معياري اوعادلانه پوهنې خدمتونو ته ډله ييز لاسرسۍ د پوهنې وزارت اصلي هدف څخه دى. اوترکيه کولاى شي په دې برخه او افغان زده کوونکو ته د تحصيلي بورسونو په برابرولوکې د پوهنې له وزارت سره همکاري وکړي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته