کابل /د وږي۳۰ مه /باختر
شپاړلس وسله وال طالبا ن په لغمان کې له پوځیانو سره په نښتو کې ووژل شول .
دغه طالبان په ظاهره توګه د نویو ډار اچوونکو بریدونو په طرحه کولو بوخت وو چې برید پری وشو .
د هېواد په ختیځ کې د ملي اردو یوه جګپوړي قوماندان د باختر اژانس خبریال ته وویل چې په دغو نښتو کې د طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون شپاړلس وسله وال طالبان ووژل شول .
هغه وویل چې په زیاترو طالبانو په خپلو پټنځایونو کې ځمکني او هوایی بریدونه کېږي .د رارسیدلو خبرونو له مخې په دغو نښتو کې د طالبانو درې مرکزونه له ټولو تجهیزاتو سره له منځه تللي دي .
پوځیان وایی چې د طالبانو د جنګي توان د کموالي او د لغمان له ولایت څخه ددوی د تغر تر ټولو پورې به دغه راز ددوی بریدونه دوام وکړي . سعیده
0 1 دقیقه لوستل