امنیت

په قندهار ولايت کې دماين جوړولو يوه کارخانه ويجاړه شوه .

کابل باختر دسلواغې  يوولسمه :
په قندهار ولايت کې د وسله والو طالبانو دماين جوړولو يوه کارخانه ويجاړه شوه .
دقندهار ولايت ويندوى صميم خپلواک دباختراژانس خبريال ته وويل: افغان امنيتي ځواکونو تيره شپه ددغه ولايت دميوند ولسوالۍ دلوى کلي په ساحه کې دوسله والو طالبانو د ماين جوړولو يوه کارخانه د ځانګړو عملياتو په بهير کې  کشف اوويجاړه کړه .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې،  په دې کارخانه کې وسله والو طالبانو  ډول ډول ماينونو جوړول .
خپلواک زياته کړه چې ددغو عملياتو په بهير کې  شپږ موټر سايکلونه ، ددرندو وسلو درې ګولۍ  او درې ايکم مخابرې هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي او يو مشکوک سړى هم نيول شوى دى .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته