امنیت

په ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ وسله واله نښته

کابل باختردسلواغې دمياشتې ١١ :
په ننګرهار ولايت کې ددوو کورنيو ترمنځ د وسله والې نښتې له امله  يو تن ووژل
شو  او درې تنه نور ټپيان شول.
دغه نښته پرون دپچيراواگام ولسوالۍ د مورګي په  سيمه کې شوې  ده .
پوليس وايي چې دغو دوو کورنيو له پخوا وختونو په خپل منځ کې دښمني درلوده.
ويل کيږي چې ددغو دوو کورنيو دښمنۍ دجايداد پر سر  وه او نښته هم له  همدي امله  رامنځته شوې ده .
دننګرهار ولايت دپوليسو يو مسوول باخترآ ژانس ته وويل :  ددغې نښتې له امله  چې ددغو دوو کورنيو ترمنځ  رامنځته شوه  يو تن ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول.
دا په داسې حال کې ده  چې  په  دې سيمه کې  دامنيتي ځواکونو په  ځاى پرځاى کيدوسره نښته پاى ته رسيدلې  او حالات عادي  شوي دي .
پوليس وايي  چې ددغې نښتې  دعاملينو دنيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته