ټولنه

په خوست کې د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو سره مرسته وشوه.

کابل باختر  دوږي  څوارلسمه :
په خوست کې د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو سره مرسته وشوه.
دخوست ولايت مرستيال شيربادشاه ارګوني د پيسو د ورکړې پر مهال وويل چې نن مو  د(٩٢)ځانګړي کوډ څڅه په دې ولايت کې د (١٧) شهيدانو وارثينو  او (٣٥) ټپيانو ته نغدې پيسې وويشلې   چې د هر شهيد کورنۍ ته  يو لک (١٠٠٠٠٠) افغانۍ او ټپي  ته (٥٠٠٠٠)افغانۍ دي.
ارګوني د شهيدانو وارثينو او ټپيانو ته په خبرو کې زياته کړه که څه هم ياد امکانات ستاسو اړتياوې نه شي پوره کولى خو تاسو بايد دا په زياتو حساب کړي او لومړنۍ اړتياوې پرې پوره کړي .
د صبريو ولسوالۍ اوسيدونکي سيد خيل چې پخوا ټپي شوى وو او اوس يې د ځانګړي کوډ پيسې ترلاسه کړې د باختر اژانس خبريال ته وويل موږله دولت څخه خوښ يو،چې زموږ د کورنۍ او د درملنې غم خوري او له موږ سره  د نغدو پيسو مرستې کوي ، خو هغه په دې برخه کې د نورو مرستو غوښتنه هم کوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته