خبرونهفرهنګTOP

محمد طاهر زهير د يلدا شپې د نمانځنې په مراسمو کې د هېواد د فرهنګي دودونو پر احيا او پراختيا ټينګار وکړ

کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يلدا شپه ونمانځله.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د يو شمېر فرهنګيانو په ګډون د کابل په پارک سټار هوټل کې جوړه شوه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د يلدا شپې پر تاريخچې خبرې وکړې او ويې ويل چې يلدا پر تورتم د رڼا برياليتوب دى.
هغه زياته کړه چې د يلدا شپې نمانځنه د افغانستان له لرغونو دودونو څخه ده چې د درناوي مراسم یې تل له صندلۍ، وچو او تازه ميوو، شعر او موسيقۍ سره مل وو.
هغه زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه هېواد د لرغونو دودونو د احيا کولو او پراختيا په برخه کې مشخص پروګرامونه لري.
زهير فرهنګي کارونه د ټولنې د بدلون بنسټ وباله او زياته يې کړه چې په ټولنه کې هېڅ بدلون له فرهنګي کار پرته شونى نه دى. هغه هيله څرګنده کړه چې په افغانستان کې په فرهنګي پراختيا سره، په ټولو برخو کې پرمختيا رامنځته شي.
په دې غونډه کې ډاکټر سيدمخدوم رهين هم د يلدا شپې د تاريخچې په اړوند هر اړخيزې خبرې وکړې او ويې ويل چې د مني په ډېره اوږده شپه کې د يلدا شپې د نمانځلو موخه پر تورتم د رڼا برياليتوب دى.
هغه يلدا د دوستۍ، سولې او صميمت ښکارندویه وبلله او ويې ويل چې په دې شپه کې د کورنيو يوځاى کېدل له تورتم سره په مبارزه کې د اتحاد او اتفاق حکايت کوي.
ډاکټر رهين وويل: د سږکال د يلدا شپې پيغام دا دى چې موږ ټول د افغانستان ستره کورنۍ د تورتم پرخلاف جګړه کې يوځاى واوسو او د يو او بل ترڅنګ ودرېږو چې په دغه هېواد د خوښۍ او نېکمرغۍ لمر وځلېږي.
غونډه د شعرونو په دکلمې او د موسيقۍ په اجرا کولو سره پاى ته ورسېده.
پاى \ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته