کابل باختر د وږي يوولسمه :
افغان محصلانو د زرو تحصيلي بورسونو د ورکولو په باب د قزاقستان جمهوريت د همکاريو له امله دقدرداني په خاطر د بهرنيو چارو په وزارت کې يوه غونډه جوړه شوه .
دبهرنيوچارو وزارت د ويندوى دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: تراوسه پورې شپږ سوه پنځوس تنه افغان محصلان دقزاقستان جمهوريت ته تللي دي چې په دغه ځاى کې د طب، حقوقو، اقتصاد، د ښوونکو د روزنې او د پوځي زده کړې په ګډون په بېلابېلو څانګوکې په لوړو زده کړو بوخت دي .
ديوسلو اتهشپيتو تنو محصلانو په ګډون دنوي ډلې په روانيدو سره قزاقستان ته دافغان محصلانو دليږدونې څلورم پړاو بشپړيږي .
دغه پروګرام دهغه موافقه ليک له مخې عملي شوى دى چې د دواړو هيوادونو دجمهورو رييسانوترمنځ د ١٣٨٨ کال د ليندۍ د مياشتې په لومړۍ نيټه لاسليک شوى و.
دقزاقستان جمهوريت تر ٢٠١٥ کال پورې دپنځوکلونولپاره دليسانس او ماسترى په کچه افغان محصلانو ته د زرو تحصيلي بورسونو د ورکولو ژمنه کړې ده .
0 1 دقیقه لوستل