امنیت

په کندز کې يو تن له چاوديدونکو توکوسره ونيول شو.

کابل باختردوري دمياشتې ٢٥ :

هغه سړى چې ويل کيږي   په کندزولايت کې  په افغان ځواکونو د چاودنې بريدوکړې نن ونيول شو.

عبدالخالق نن سهار له يوې اندازې چاوديدونکو توکوسره  دکندزدپوليسو له خوا نيول شوى دى .

دکندزولايت دپوليسو ويندوى  سيدسرور حسيني باختراژانس ته وويل دغه سړى چې دکندز ښار اوسيدونکى دى  غوښتل يي په افغان ځواکونو دچاودني بريد وکړې  .

ده وويل  له دغه سړى   څخه پوښتنې پيل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته