کابل باختردغبرګولي د مياشتې ٥ :
د کابل ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې نن سهار د ځانمرګي بريد له امله ١٠ تنه ووژل شول او ٤ تنه نور ټپيان شول.
دکورنيو چارو وزارت دوياند مرستيال ډاکتر نجيب الله دانش دباخترآژانس خبريال ته وويل : يوه ځانمرګي يرغلګر خپل چاوديدونکي توکي دکابل ښار دپنځمې ناحيې په مربوطاتو کې دسردارمحمدداود خان ښارګوټي په ساحه کې د ميدان وردګو ولايت داستيناف محکمې دکارکوونکو دسپرلۍ د موټر په وړاندې وچوول چې له امله يې ١٠ تنه ووژل شول او ٤ تنه نور ټپيان شول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ