امنیت

په لغمان ولايت کې له٢٥٠ زيانمنو شويوکورنيو سره مرسته وشوه

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٣ :
په لغمان ولايت کې له٢٥٠ زلزلې ځپلو کورنيو سره د ترکيې د (تيکا) موسسې له خوا مرسته وشوه.
د تيکا موسسې رئيس سليمان شاهين د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغومرستوکې اوړه، غوړي او وريجې شته چې په خوراکي توکو سربيره په هرې زيانمنې شوې کورنۍ يو يو ټوک قرآن عظيم الشان هم وويشل شو.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي چې د دغو مرستو د ويشلو په وخت کې د تيکا موسسې له رئيس سره ملګرى و؛ له مصيبت ځپلو کورنيو سره د دوست هېواد ترکيې د خواخوږۍ له امله مننه وکړه اوپه دې برخه کې يې ددوى د لازياتو همکاريو غوښتنه وکړه.
په پاى کې د تيکا موسسې رئيس سليمان شاهين د لغمان له خلکو سره ژمنه وکړه  چې په نورو برخوکې به هم له دوى سره مرسته او همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته