امنیت

په روزګان کې د څه د پاسه نهه میلیونو افغانیو په لګښت د دوو کرنیزو پروژو د جوړېدو چارې پیل شوې

ترینکوټ باختر د زمري د میاشتې ۱۴ مه
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د سرشخلو په سیمه کې د تورې سیمې ته پر غځیدلې کانال باندې د څه باندې نهه ميليونو افغانیو په لګښت دوه سایفنونه او ۳۵۰ متره دوه استنادي دیوالونه جوړیږي.
د روزګان والي محمد نذیر باختر اژانس ته وویل چې د دغو پروژو په مټ به وکولای شو چې د خلکو پر اقتصادي او کرهڼيز ژوند مثبته اغیزه وکړي.
د روزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالداري رېیس زلمي الکو وویل چې ددغو دوو سایفنونو او ۳۵۰ متره استنادي دیوالونو مالي لګښت چي نهه میلیونه او دوه سوه زره افغانۍ کیږي، د ( يو،این،ډي،پي) له خوا ورکول کيږي او له تغیر اقلیم سره د ځان جوړونې برنامې له لورې پلي کیږي.
الکو زیاته کړه چې ددغه کانال په مټ سره به په مرکز ترینکوټ کې ۶۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
د وویل چې په دغو پروژو کې به شاوخوا شپېتو تنو ته د کار کولو زمينه هم برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته