سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د عامه مالي مدیریت غونډه جوړه شوه

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٧ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د عامه مالي مدیریت غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د استرالیا د مالیې له وزارت د هغه ټیم د کار په اړه معلومات ورکړل چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان د مالیې وزارت سره د عامه مالي مدیریت د ارزونې په برخه کې ګډ کار کوي.
ښاغلي حکیمي وویل، د استرالیا د مالیې وزارت کاري ټیم د عامه مالي مدیریت سیستم د ارزونې کار پروسږکال پای ته رسولی و، چې له مخې يې د مالیې وزارت، ملي تدارکاتو ادارې او د افغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت پروګرام لپاره د تجدید وړ پنځه کلن پلان د مالي کال په پيل کې ترتیب شو.
د مالیې وزیر وویل: استرالیايي ټیم د عامه مالي مدیریت پروسې ارزونې ته یوازې اسانتیاوې برابري کړي، خو پروګرام جوړونه او د اهدافو  ټاکل خپله د مالیې وزارت ریاستونو ترسره کړي دي.
هغه زیاته کړه: د کال په نيمايي کې ارزونې د افغانستان د مالیې وزارت د قوت او ضعف ټکي تشخیص کړي دي چې په اساس یې په هغه وزارت کې لازم ریفورمونه پلي کېږي.
نوموړي وویل، دا یوه ګټوره پروسه ده، ځکه له امله یې د مالیې وزارت د عامه مالي مدیریت په برخه کې ښه والی او موثریت زیات شوی دی. هغه زیاته کړه،  ددغه پروګرام د موثریت او د جمهور رئیس د لارښوونې په اساس به په راتلونکي کال کې نورو وزارتونو او ادارو کې هم دغه پروسه او د تجدید وړ پنځه کلن پلانونه پلي شي.
ورپسې جمهور رئیس غني د مالیې له وزیر څخه له دې امله مننه وکړه، چې د عامه مالي مدیریت په برخه کې د ظرفیت د لوړوالي په موخه یې د استرالیا د مالیې وزارت ټیم ته چې په دې برخه کې ګټورې او بریالۍ تجربې لري بلنه ورکړې. هغه زیاته کړه، د ماليې وزارت،د ملي تدارکاتو ادارې او د افغانستان د استخراجي صنایعو د شفافیت پروګرام د کال د نيمايي راپور یې لوستی او په هغه کې دا واضح شوې چې د عامه مالي مدیریت په برخه کې زیات کار او پنځه کلن پلان ته اړتیا ده.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د استرالیا د مالیې وزارت راغلی ټیم پلټونکی رول نه لري، بلکې دوی په بې طرفانه توګه یوازې د عامه مالي مدیریت په برخه کې شته ستونزي  تشخیصوي او د تجدید وړ پنځه کلنو پلانونو د پروسې طرحه اسانوي او د ظرفیتونو  د لوړولو په برخه کې همکاري کوي.
جمهور رئیس وویل، استرالیا، نیوزلینډ، کاناډا او امریکا د عامه مالي مدیریت په برخه کې بریالۍ تجربې لري او موږ کوښښ کوو چې له دغو بریالیو سیستمونو او نړیوالو تجربو څخه په ګټه اخیستنې خپلې شته ستونزې تشخیص او په اساسي توګه حل کړو.
محمد اشرف غني وویل، افغانستان د نړۍ د هغو سلو هېوادونو له ډلې څخه دی چې خپله کلنۍ بودجه په معقول ډول نشي مصرفولی، مګر د عامه مالي مدیریت په برخه کې د استرالیا د مالیې وزارت د ټیم د ارزونې په رڼا کې به زموږ د  وزارتونو او ادارو د بودجې د معقول مصرف وړتیاوې زیاتې شي او دوی به وتوانېږي چې خلکو ته لا ښه او موثر خدمات وړاندې کړي.
جمهور رئیس وویل، په لومړي پړاو کې د کورنیو چارو، ملي دفاع او کرنې وزارتونو او د پلټنې د عالي ادارې، مرکزي احصایې او سیمه ییزو ارګانونو د ادارې د عامه مالي مدیریت په ارزونه تمرکز کوي، تر څو په دغو وزارتونو او ادارو کې د عامه مالي مدیریت اود بودجې د معقول مصرف په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.
جمهور رئیس غني وویل، ټولې ادارې دې د دغې پروسې او ارزونې په برخه کې همکاري وکړي، تر څو د اړوندو ادارو کمزوري او پیاوړې نقطې تشخیص شي. هغه وویل، زموږ موخه د حساب ورکوونکي او د عامه مالي مدیریت د ګټور سیستم ایجاد دی، ځکه دا هم د خلکو په ګټه ده او هم د هغوی غوښتنه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته