امنیت

اووه تنه د بم د چادونې له امله ووژل شول

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٢ :
د شينډنډ ولسوالۍ په بازارکې د پرونۍ چاودنې د شهيدانو شمېر  اوو تنوته ورسيد.
دغه پيښه د ځاى پرځاى شويو چاوديدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوه  چې زياتره قربانيان ملکي او بېګناه وګړي دي.
د ژغورنې ټيمونو د دوو ځوانو ميرمنومړي له کنډوالوڅخه ايستلي او تر اوسه پورې يو ماشوم او يوه ځوانه نجلۍ بېدرکه دي.
د دغې  چاودنې له امله اووه تنه شهيدان او څه  ناڅه شل تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه چاودنه پرون غرمه د يوې بجې په شاوخوا کې د شينډنډ ولسوالۍ په مرکزي واټ کې په يوه ګڼ ميشته سيمه کې رامنځته شوه.
د ملي اردو ځواکونو لومړى يو ماين چې په زرنج موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوى و، کشف او شنډکړ، خو نور چاويدونکي توکي چې په يوه واټ کې ځاى پرځاى شوي و، وچاوديدل.
د دغې پيښې له امله  خلکوته زيات مالي زيانونه اوښتي دي. يوه مدرسه، يو جومات او شل دوکانونه ويجاړ شوي دي.
ديوبل خبرله مخې: څلورماينونه چې د وسله والو طالبانو له خوا د هرات ولايت  د شينډنډ په ولسوالۍ کې ځاى پرځاى شوي و،کشف او شنډ شول. دغه ماينونه د شينډنډ ولسوالۍ د پيچ غاښي په سيمه کې په يوه سړک کې ځاى پرځاى شوى و  چې د ظفر قول اردو د لومړۍ لوا د دريم کنډک د پرسونل له خوا کشف او شنډ کړاى شول.
د ملي اردو يو قوماندان وايي: دغه ماينونه د وسله والوطالبانوله خوا په ګڼ ميشتو لاروکې ځاى پرځاى شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته