فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له “دافا” موسسې سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ

کابل باختردليندۍ دمياشتې٢٦  نيټه  :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د فرانسې "دافا" موسسې ترمنځ د همکارۍ تړون نن لاسليک شو.
د دغه قرارداد له مخې، د "دافا" موسسه د لرغونو سيمو د کيندنو، د لرغونو سيمو د سروې، د لرغونپوهنې رياست د کارکوونکو د ظرفيتونو د لوړولو،  د لرغونو ساحو د ساتنې او د رسنيو له لارې د هغو د تحقيق او خپرولو په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره همکاري کوي.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري د دغه قرارداد له لاسليک کولوڅخه مخکې وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له "دافا" موسسې سره په خپلو ژمنو ولاړ دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست د څرګندونوله مخې، دغه موسسه په نږدې راتلوونکي کې د دغه وزارت په همکارۍ د کابل په بالاحصارکې کيندنې پيلوي.
وروسته د "دافا" موسسې رئيس د دغې موسسې په دوامدارو همکاريو په ټينګار سره وويل چې دغه موسسه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سلامشورې پرته په کابل او ولايتونوکې هيڅ راز کيندنې نه ترسره کوي.
د يوبل خبرله مخې:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري د " ځواکمنو ځوانانو د ټولنيز بنسټ" له رئيس او مشرتابه هيئت سره وکتل .
د دغې کتنې پيل کې د " ځواکمنو ځوانانو د ټولنيز بنسټ" رئيس عزت الله نورزي د دغه بنسټ د کارونو په باب معلومات ورکړل.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په لنډو خبروکې وويل چې دغه وزارت او په تېره بيا د ځوانانو چارو معينيت د ځوانانو د ستونزو په حل کولوکې له دغه بنسټ سره همکاري کوي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته