سیاست

تبصره

کابل باختر د چنګاښ څليرويشتمه

  په سمنګانو ولايت کې وګړني مخور شخصيت اوپه ولسي جرګه کې ددغه ولايت دخلکو استازي نن ديوې تروريستي توطيي  ښکار شو  او يو شمير نور ملکي وګړي ووژل شول .

 دباختر اژانس مبصر ليکي  داحمد خان سمنګاني وژنه په هيواد کې دهغو د ځنځيري  وژنو په دوام کيږي چې پخوا يو شمير سيمه ئيز مشران ، قوماندانان او جهادي شخصيتونه  دهمدغه مرموز او مذبوحانه  پروګرام په  چوکات کې ووژل شول .

په   احمد خان سمنګاني بريد هغه هم ددې دلور دواده په مراسمو کې کيداي شي مخکې له مخکې ټاکل شوي هدف وي  ، هغه شخص چې په ښاغلي سمنګاني يې بريد کړي دي  په دي پوهيده چې په ده په کوم ځاى کې بريد وکړي .

 دغه پيښه دغه ټکي  په ډاګه کوي چې وګړني شخصيتونه او هغه کسان چې دخلکو ترمنځ نفوذ او اعتبار لري تل هغو مغرضو تروريستي  ټولنو دپاملرني وړ دي چې په خپله دتروريستي سازمانونو  تمويلوونکي اوملاتړي دي .

 دښاغلي سمنګاني له وژل کيدو مخکې ، دتخار ولايت په جهادي  اووګړني شخصيت عبدالمطلب  بيګ په تالقانو ښار کې دفاتحي په مراسمو کې  بريد وشو اوووژل شو ، دکندز په پخواني والي انجنير محمد عمر دلمانځه داداکولو په وخت کې  بريد وشو او ووژل شو ، دجهاداو مقاومت په پخواني قوماندان او دکندز ولايت  په پخواني امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن سيد خيلي دکندز ښار دټولنيز حالت دڅيړنې په وخت کې  بريد وشو .

 دجهاد او مقاومت مشر استاد برهان الدين رباني دخبرو اترو په يوه غونډه کې چې دسولې لپاره  په يوه غونډه کې پلان شوي وي شهيد کړى شو .

 دقندهار ولايت پخواني  امنيه قوماندان جنرال خان محمدمجاهد په جهادي سابقي اودمقاومت په دوره کې په فعال شتون  سره دخپل کار په دفتر کې ووژل شو .

 جهادي  څيره اودارزګان ولايت وګړني مخور شخصيت جان محمد دکابل ښار  په څلورمه کارته  کې په خپل کور کې شهيد کړاي شو ، دجهاد اومقاومت مبارز څيره  جنرال  محمد داوود داوود

 او دتخار ولايت امنيه قوماندان  جنرال شاه جهان نوري له څو تنو نورو وګړنيو شخصيتونوسره په تالقانو کې وژل شول .

 په همدي ترتيب دهيواد نور بچيان دهمدغه پروګرام په چوکات کې ووژل  شول

 دوګړنيو  اوملي شخصيتونو  منظمي او ځنځيري  وژنې له شک پرته  دبهرنيو استخباراتو دهغو پروګرامونو يوه برخه ده چې ددي ملت دکمزوري کولو په مقصد ترسره کيږي .

 هغه کسان چې په هيواد کې د ځنځيري وژنو په دوام ووژل شول  يو وخت يي دسره استعمار له جغ  سره دازادي . لپاره دخلکو پراخي پرګني  رهبري  کولي کله هم  دسولې او امنيت لپاره کار وکړ  او په پاى کې يي يوځل بيا ديني او هيوادني مسووليت په غاړه واخيست . او د متحجرو  او پردي پالو  ګوډاگيانو  پرخلاف  يي  وګړني مرکزونه جوړ کړل او مقاومت ته يي دوام  وکړ .

  او دسيمي دنويو څرګندو شويو  قدرتونو په لاس دهيواد دلويدو مخه يي  ونيوله او دطالبانو له راپرځيدو وروسته چې هيواد سولې ابادي او پرمختيا ته اړتيا لرله  همدغه وګړني  شخصيتونه وو چې هلې ځلې يي وکړي چې دخپلو خلکو مفکوري او يون يو خيل کړي اوهغوي دهيواد دسوکالۍ او ترقي په مقصد دهدفمند  کار په لور رهبري کړي .

 له شک پرته دافغانستان دخلکو دښمنانو چې تل يي هلې ځلې کړي دي چې دغه هيواد تل دوحشت او تورتم  په څلور لارې کې وساتي او هيڅ لارښود  مشر او په  پاى کې مرستندوي ونه لري   چې هغوي  دملي ګټو  تر چتر لاندې راټول کړي  چې دغه  شوپرکى  دخلکو  دهغو مشرانو مرګ ژوبلي  ته چې زموږ  د ټولنې زړي  دي  دوام ورکړي .

 دافغانستان خلک به په دغو  لوړو مفکورو سره چې دازادي اوخپلواکي په باب يي لري هيڅکله  ددغه شان مذبوحانه  او افغان دښمنه وژنو ته تسليم نه شي  بلکي دوي به ددښمن په پيژندنه  کې چې په عمده توګه د دوست له جامو څخه  سرپورته کوي لاپسي دقيق کړي او دوي به په ملي ګټو په پوهيدو او دخپل افغاني هويت په دفاع کې لاپسي هوډمن کړي .

 له بلي خوا ددولت هغه وسله وال مخالفين چي پخوايي په سمنګانو ولايت کې دنننۍ  پيښې په شان  پيښو مسووليت په غاړه اخستي دي  بايد په دې پوه شي چې دبيګناه خلکو وژنه او هغه هم دواده په مراسمو کې اويا دفاتحي اخستلو په مراسو کې اويا هم  په يو تفريح ځاى کې هيڅکله توجيه  کيداي  نه شي دغه عمل نه يوازي په افغاني قاموس او دودکي ځاى نه لري بلکي  داسلام مبين  دين هم  ناحق اوبي موجبه قتل مردود بولي .

 او عاملينو ته يي دتل لپاره په دوزخ  کې دپاتي کيدو ژمنه کړي ده .  دوي بايد په دې پوه شي چې دلوى خداى ( ج )   ژمنه حق ده نن وي اوکه سبا  دخپلو ناوړه عملونو سزا به وويني او په دنيا او اخرت کې به رسوا شي .

 له بلي خوا دهيواد امنيتي ، عدلي ، قضايي مرکزونو ته  په کار دي چې ددغو جنايتکارانو  په پيژندلو نيولو  او محاکمه کولو کې له زيات جديت څخه کار واخلي او هغوي په وګړني محکمه کې محاکمه کړي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته