سیاست

د هيواد دخپلوا کۍ د بيرته ترلاسه کولو څلورنوي يمه کاليزه ونمانځل شوه

کابل باختر د اسد٢٧
د هيواد دخپلوا کۍ د بيرته ترلاسه کولو څلور نوي يمه کاليزه نن  دبارک دملي وحدت د مرکز اودځينو نورو بنسټونو له خوا داطلاعاتو او فرهنګ  وزارت  دمطبوعاتو په نړيوال مرکز کې ونمانځل شوه  .
د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخي  :
په هغې غونډه کې چې له همدې  ا مله د جمهوري رياست  دشکايتونو د اوريدو او دعريضو دڅيړنې درييس اسدالله وفا ، په پارلمان کې د ځينو استازو او د مدني ټولنې د يوشميراستازو په ګډون جوړه شوې وه  د امان اله خان لور شهزادګي انديا ددغې ورځې په باب خبرې  وکړې  او ويې  ويل ، چې غازي ا مان الله خان يومترقي  او د سولې پلوي باچا و ، اوپه ١٩١٩ کال کې يې د افغا نستان بشپړه خپلواکۍ اعلام کړه .
دې زيا ته کړه چې ده د خپلواکۍ  له اعلامولو وروسته دافغا نستان د معرفي کولو په خا طر لويديځو هيوادونو ته رسمي سفرونه و کړل او د اقتصادي او ټولنيزو پرمختګونو په خا طر يې له هيوادونو سره قراردادونه  لاسليک کړل .
دې  زياته کړه ،  چې په ١٩٢٤ کال کې دافغانستان لپاره يې لومړني اساسي قانون دخلکو په جرګه کې تصويب کړ چې په هغه وخت کې په ځينو اسلامي او آسيايي هيوادو و کې دغه شان قانون شتون  نه درلود .
په دې غونډه کې د بارک دملي وحدت رييس  ډاکتر فريدون ، ډاکترعلي احمد جلالي ، د مشرا نو جرګي غړي انارکلي هنريار اوځينو نورو برخه والودهيواد د خپلواکۍ او د غازي امان الله خان دشخصيت په اړوند خبرې وکړې .
ددغې غونډې په پاى کې  يو پريکړه ليک صادرشو چې دافغانستان د خلکو په يو والي او پيوستون باندې په کې ټينګار شوى دى  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته