نړۍ

عوامي نشنل: د پاکستان حکومت دې بايد خپلې پاليسۍ بدلې کړي

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٢
عوامي نشنل ګوند د دغه هېواد حکومتي مسوولينو ته ويلي دي چې د آسيا د جنوب د همکاريو د سازمان (سارک) په غونډوکې له ګډون څخه د هند، افغانستان او د څو نورو هېوادونو له ډډې کولو وروسته، داسې بريښې چې پاکستان په سيمه کې تجريد شوى دى. د دغه ګوند مشر له اسلام آباد څخه وغوښتل چې خپلې کورنۍ او بهرنۍ پاليسۍ دې دې بدلې کړي.
د عوامي نشنل ګوند مشر اسفنديارولي خان وويل: اوس معلوميږي چې موږ په بشپړه توګه تجريد شوي يو او د سارک د غونډو په فسخه کيدو سره چې هندوستان، افغانستان، بوتان او بنګله ديش ونه غوښتل په هغوکې ګډون وکړي؛ دغه مسئله په بشپړه توګه روښانه شوه .
په همدې سبب د پاکستان مرکزي حکومت دې بايدخپلې کورنۍ او بهرنۍ پاليسۍ بدلې کړي.
اسفنديار ولي خان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پيچلو اړيکو په اړوند وويل چې پخواهم په پاکستان کې د پښتنو قومونو ګوندونوهلې ځلې کړې وې چې د افغانستان جمهور رييس د خبرو ميزته وغواړي او د ده په خبره دغه ګوندونه اوس هم چمتو دي، په هغه صورت کې چې دوى ته فرصت ورکړى شي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکوکې اسانتياوې برابرې کړي.
ولي خان وويل: په زياتو هڅو سره مو هغوى دې ته چمتو کړل چې د افغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني هم پاريس ته لاړ او هم يې اسلام آباد ته سفر وکړ.
هغه نه راته، موږ له هغه څخه وغوښتل چې د آسيا په کنفرانس کې ګډون وکړي او موخه دا وه چې هغوى د يوه ميز تر شا کښيني او خبرې وکړي، ځکه دغه مسئله په جګړې او جدال سره نه حل کيږي.
د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مشر د پښتنو د پيژندکارتونو د مسئلې په باب وويل: په پاکستان کې ميشت د پښتنو قومونو ګوندونه په دې مسئله کې ګډ دريځ لري او په دې باب له مرکزي حکومت سره په اړيکه کې دي.
اسفنديار ولي خان دغه راز د قبايلي سيمو د هغو بېځايه شويوکسانو په باب چې له خپلو سيموڅخه يې پاکستان او يا افغانستان ته پناه وړې ده؛ وويل: په جبري توګه د هغوى له ايستلو څخه دې بايد ډډه وشي .
د ده په خبره: د افغانستان او پاکستان حکومتونه دې بايد دغو بېځايه شويو کسانو ته آسانتياوې برابرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته