امنیت

څلور وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل/باختر/ د زمري ۱۲ مه
څلور وسله وال طالبان تېره شپه  په بغلان کې ووژل شول.
د ځانګړوعملیاتو د قول اردو مطبوعاتي مسوول عبدالغفار نورستاني د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه طالبان د مرکزي بغلان ولسوالۍ په قیصاري کلي کې د کوماندو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
نورستاني زیاته کړه: په عملیاتو کې یوه اندازه وسلې، پوځي تجهیزات او د دښمن تبلیغاتي سندونه هم تر لاسه شوي دي.
پاى/ سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته