امنیت

په فراه کې درې طالبان د خپل ماین ښکار شول

کابل / د غويي ١۳مه / باختر
درې وسله وال طالبان تېره شپه د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول.
د هېواد په لوېدیځ کې د۲۰۷ ظفرقول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه طالبان هغه وخت ووژل شول چې د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په مسجد سفید سیمه کې په سړک کې د ښخولو په موخه یې څو ماینونه لېږدول.
هغه وویل چې په دې پېښه کې دوه نور وسله وال طالبان ټپیان شول.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته