کابل/ باختر/ د وږي ۷مه
په بلخ ولایت کې ۹ تنه د طالبانو په ډله کې د غړيتوب په اړوند ونيول.
دغه کسان پرون ناوخته د دغه ولايت د بلخ ولسوالۍ د کومانډویانو په ځانګړو عملياتوکې ونيول شول.
د کوماندو ځواکونو وياند احمدجاوېد سليم د باختر آژانس خبريال ته وویل چې په عملياتو کې ۹ تنه چې ښایي د طالبانو غړي وي، ونيول شول.
په عملياتو کې کومانډویانو ته زيان نه دى اوښتی.
ختم- سعيده – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ