امنیت

په ننګرهار کې ديو ماين په چاودنه کې د پوليسو ددوو مامورانو وژل کېدل

کابل/ دتلې ١٧مه / باختر:
په ننګرهار کې ديو ماين په چاودنه کې دپوليسو دوه ماموران  ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
دغه پيښه پرون ناوخته په بټي  کوټ ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه  چې ددوى دسپرلۍ موټر په يو ښخ کړاى شوي  ماين وخوت.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل ؛  په دې چاودنه کې دپوليسو دوه ماموران ووژل شول او ددغو پوځيانو دقوماندان په ګډون درې نور پوځيان ټپيان شول.
وسله وال طالبان  ددغه ماين دښخولو عامل بلل شوى دي  .
پوځيان وايي ددغې پېښې دعاملانو دپېژندنې اونيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.
دغه رازپه ننګرهار کې  د يوه  روغتيايي مرکز ډاکتران  د دغې پېښې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته