فرهنګ

د هېواد د بلوڅو د فرهنګ او هنر ورځ په نيمروز کې ونمانځل شوه

کابل/ د کب ١٤مه/ باختر
د مارچ د دويمه د هېواد د بلوڅو د فرهنګ او هنر ورځ پرون د نيمروز په زرنج ښارکې ونمانځل شوه.
يو مدني فعال اميد بلوڅ باختر آژانس ته وويل: زه د هېواد د بلوڅو د فرهنګ پر ساتنې او پراختيا ټينګار کوم او د بلوڅو فرهنګ له زياتو وختونو راپدېخوا نسل په نسل ساتل شوى دى.
هغه د تعصب شتون د فرهنګونو د نه ودې سبب وباله او د دغې پديدې پر له منځه وړلو يې ټينګار وکړ.
د بلوڅو يو مشر عبدالرزاق بلوچ وويل: د بلوڅو فرهنګ او دودونه په هېواد او سيمه کې له ډېرو ښو فرهنګونو څخه دى او ټول دنده لري چې د هېواد د قومونو دملي فرهنګونو د ساتنې او ودې لپاره هلې ځلې وکړي.
د فرهنګ کارپوه ملنګ رسولي  وايي د هيڅ قوم فرهنګ د نورو قومونو له فرهنګ پرته بشپړ نه دى او هر څومره چې قومونه له خپل فرهنګ څخه لرې شي؛ له خپل فرهنګ او هويت څخه لرې کېږي.
د غونډې په پاى کې د بلوڅو صنعتي خواړه او جامې نندارې ته وړاندې شوې.
ختم -ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته