ټولنه

په ميدان وردګو کې د يو جومات نوي ودانۍ پرانستل شوه

کابل/ د غویي2٢مه / باختر
د ميدان وردګو په سيدآباد ولسوالۍ کې د يو جومات نوي ودانۍ پرانستل شوه.
دا جومات په يو وخت کې د ٣٤٠ لمونځ کوونکو ځاى لري.
د ښارجوړوني او ځمکې وزارت د دغه جومات په جوړولو کې ١٥ ميليونه افغانۍ لګولي دي.
د دې جومات په تاسيساتو کې د اسلامي علومو زده کړې مرکز او نورې اړتياوې په پام کې نيول شوي دي.
د ميدان وردګو والي عبدالرحمن طارق د دې جومات د پرانستې په مراسمو کې وويل؛ په ميدان وردګو کې د جوماتونو، مدرسو او د اسلامي علومو د مرکزونو د جوړلو لپاره پروژې تر کار لاندې دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته