کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ٣مه
په غزني ولايت کې په لسګونو تنه سپرلۍ چې په واورو کې بند پاتې وې، وژغورلې شوې.
دغه مسافرين تېره شپه د واورې د سخت اورښت او د غزني ولايت په جاغوريو ولسوالۍ کې د لومان غاښي د تړل کېدو له امله بند پاتې وو.
په غزني ولايت کې يوه سيمه ييز خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل چې بند پاتي شوي مسافرين له واورو څخه ژغول شوي دي.
دغه سپرلۍ چې په ١٢ موټرونوکې د جاغوريو ولسوالۍ د مرکز په لور روانې وې؛ له دواړو لورو څخه د سختې واورې د اورښت له امله بند پاتې شوې.
دغه راز د غزني ولايت د فوايد عامې رييس آصف ذهين وايي چې خدماتي کارکوونکي د لومان غاښي او په غزني ولايت کې د څو نورو لويو لارو د پاکولو په خاطر هلې ځلې پيل کړې دي.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل