خبرونهټولنه

په زابل کې له سېلاو ځپلو سره د خورکي او غیري خوراکي توکو مرسته کېږې

کابل، د زمری ۵ مه، باختر

زابل په مرکز او ټولو ولسوالیو کې سېلاو ځپلو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته رسول کېږي.

زابل کې د طبیعي پېښو ته د رسېدنې ریاست رئیس مولوي رضا محمد خالد باختر اژانس ته وویل، چي د زابل  مرکز قلات په شمول په ټولو ولسوالیو کې له ۳۵۰ سېلاو ځپلو کورنېو سره مرسته کوي چې شدید بارانونو له امله  ورته مالي او ځاني تلفات اوښتي وي، په همدې اساس غواړي چې د مرکز په ګډون ټولو ولسوالیو ته د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته ورسوي.

د ښاغلي خالد په خبره چې هرې ولسوالۍ ته د ٣٥٠ کورنیو سهمیه لېږي چې نن یې د شهر صفا، شاجوی او سیوري ولسوالیو ته یاد توکي ولېږدول او پاتې نورو ته به هم ولېږدول شي، خالد زیاتوي په دغو توکو کې اوړه، وریجې، خیمې او شړۍ شاملې دي.

د یادولو وړ ده چې په دې ولایت کې د اورښتونو او سېلاوونو له امله خلګو ته ګڼ مالي زیانونو تر څنګ ځاني زیانونه هم اوښتي، چې د دقیقو ارقامو پر اساس د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لوري ورته اړوندې مرستې لېږل شوي او لا هم جریان لري.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته