سیاست

احمد ضيا مسعود: ځوانان د هېواد اصلي پانګه ده

کابل باختر دوري اوومه :
د افغانستان د ځوانانو د ملي مرکز غړو نن د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس له فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود سره په کتنه کې خپلې ستونزې بيان کړې.
د جمهور رييس د فوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دوى هېواد ته د خدمت په لاره کې د علاقه مندۍ په څرګندولو سره وويل چې دولت بايد ځوانانو ته د کار زياتې زمينې برابرې کړي.
په دې کتنه کې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود د ځوانانو له هېوادپالنې او ښو ولولوڅخه د ستاينې په څرګندولو سره وويل چې ځوانان د هېواد اصلي پانګه ده او دولت موظف دى چې د زده کړو او د ظرفيتونو د لوړولو زمينې ځوانانو ته برابرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته