ټولنه

د کندز اوسيدونکي د سولې د مشورتي جرګې د پريکړه ليک د عملي کيدو غوښتوونکي دي

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۱۷مه
د کندز ولايت اوسيدونکي پرون د سولې د مشورتي جرګې د پريکړه ليک د عملي کيدو غوښتوونکي شول .
د باختر آژانس  د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مقصد په کندز ښار کې د لسګونو تنو ځوانانو  او فعالانو په وړاندې جوړه شوه، دوى د سولې د مشورتي جرګې د غړو له خوا د پريکړه ليک د عملي کيدو غوښتوونکي شول.
دوى پر دې ټينګار درلود چې په دغه ٢٤ ماديي پريکړه ليک کې زياتره د سولې په تامينولو، پرمختګ، پراختيا او بيا رغاونې ټينګار شوى دى او هره بيه چې کېږي؛ بايد ډير ژر عملي شي.
دغه راز د کندز د مدني ټولنې ځوانانو او فعالانو له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل چې د روژې مبارکې مياشتې په درناوي خپلې وسلې په ځمکه کېږدي چې د کندز  خلک دغه مبارکه مياشت له هر راز تاوتريخوالي لرې او په آرام  چاپيريال  کې تيره کړي.
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته