سیاست

اسدالله خالد: هيڅکله دداسي سولې په لور نه ځو چې ديوې بلې جګړې پيلوونکې وي .

کابل / دليندې ٣مه / باختر :
دملي دفاع وزارت سرپرست وايي دسولې په هر پروګرام کې د دوو وروستيو لسيزو دلاس ته راوړنو ساتنه يو اصل دى او له دې پرته بل څه دمنلووړنه دي .
دملي دفاع وزارت سرپرست اسد الله خالد چې  نن يې دملي دفاع په وزارت کې  دښځينه پوځيانو دامنيت اوسولې په غونډه کې  خبرې کولې څرګنده کړه حکومت په هېواد کې دسولې په تامينولوژمن دى .  خو دسولې ممکنې شرط دادى چې دوروستيو دوو لسيزو لاس ته راوړنې په هغې کې وساتلې  شي.
هغه دسولې داعاده کولو او دسولې دپروګرامونو دتطبيق په کار کې ددفاعي ځواکونو رول ارزښتناک او پريکنده وباله او ويې ويل  چې دسولې دبهير تطبيق ، مالکيت اوساتنه  په امنيتي او دفاعي ځواکونو  په تېره بيادهېواد په اردو پورې اړه پيداکوي  اوهيڅ قوت نه شي کولاى  چې دخلکو دغوښتنې پرخلاف سوله په هېواد کې وتپي .
هغه په ټينګار سره وويل: په نظامي او غير نظامي برخو کې دافغانستان دخلکو ټولې لاس ته راوړنې بايد دسولې په بهيرکې وساتل شي .
يوه بله مسئله چې اسد الله خالد ورسره اړيکې  ونيولې  دانتخاباتو اودانتخاباتو په کاري  بهير کې داردو دلاسوهنې  دادعامسئله وه .
خالد وويل : امنيتي اودفاعي ځواکونودانتخاباتو په ټول  بهير کې  په بې پريتوب سره عمل کړى دى او له دې وروسته هم  دبشپړ بې پريتوب  په ساتنې سره هيڅ داسې تاوتريخوالي  ته  چې دخلکو ژوند ګډوډ کړي اجازه نه ورکوي.
دهېواد دملي دفاع وزارت سرپرست يادونه وکړه په ټولنه کې داسې اندېښنې شتون لري  چې ګنې  انتخابات به په تاوتريخوالي واوړي  خو هغه ډاډمن دى چې بادرايته سياستوال اجازه نه ورکوي چې هېواد دبحران په لور لاړ شي .
هغه دغه راز وويل چې امنيتي اودفاعي ځواکونه ددښمنانو دهر راز توطيو دمخنيوي ځواکمني  لري او دافغانستان خلک دې بايدخپل مدني حقوق له قانوني  لارې وغواړي .
دغه راز په دې غونډه کې دښځو دچارو وزيرې دلبر نظري وينا وکړه او ويې ويل چې په سياسي  ټولنيزواو فرهنګي بدلونونو کې دښځو رول ارزښتناک دى او موږ اوس هم په امنيتي اودفاعي برخو کې دهغوى دپياوړي لور شاهدان يو .
هغې يادونه وکړه :دهېواد دامنيتي اودفاعي بنسټونو په ليکوکې  دښځو شتون دسختودندو دترسره کولو لپاره دهغوى دزړه ورتيا څرګندوى دي خو ددغوستونزو پاى زموږ دخلکو برياليتوب دى
په دفاعي او امنيتي بنسټونو کې دښځو شتون يو تعريف  شوى شتون دى هغوى دخلکو دارامۍ او دجګړې  او جنايت له بلا څخه دهغوى دژغورنې  لپاره مبارزه کوي اوموږ دهغوى ملاتړ کوو .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ په دې غونډه کې ددې تر څنګ چې په امنيتي اودفاعي بنسټونو کې  دښځو دشتون قدرداني وکړه او ويې ويل: ښځو په لوړ ظرفيت او ودې سره په امنيتي اودفاعي  بنسټونو کې شتون پيداکړى دى زه ډادمنه  يم چې هغوى له خاصو ستونزو سره مخامخې نه دي
هغې ټينګار وکړ چې په هېواد کې دښځو دودې لپاره نوښتونه  بايد خواره واره نه وي بلکې بايد ټولې هڅې  په يوه جوړښت اوچلند کې ځاى ونيسي او منظمې او منسجمې وي .
  ختم_عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته