امنیت

څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢٦ :
دملي پوليسوځواکونو پرون دهېوادپه بيلابيلو سيموکې دامنيتي دندو په بهيرکې څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل .
د کورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ  :
دملي پوليسو ځواکونو  دغه  فعاليتونو د کندز ، بلخ ، قندهار ، روزګان ، خوست ، پکتيکا  او د بادغيس د ولايتونوپه مربوطاتو کې  ترسره کړل چې په بهيرکې يې  ١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول  ، ٨ تنه ټپيان شول او يو تن ونيول شو او يوه اندازه وسلې  او مهمات ترلاسه شول.
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دپکتيکا، کندز او دبلخ دولايتونو په مربوطاتوکې  د ماين دشپږو چاودنو مخه ونيوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته