امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٧ :
دوه تنه وسله وال طالبان تيره شپه دبغلان _ مزارشريف دلويې لارې په اوږدو کې  ووژل شول.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع باخترآژانس ته وويل  چې وسله والو طالبانو  دباغ شمال په ساحه کې يرغل وکړ  خو دلويې لارې دپوليسو له سخت غبرګون سره مخامخ شول  چې په نتيجه کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دهغوى يو موټرسايکل له يوې اندازې جنګي وسايلو سره  دپوليسو لاسته ورغلي دي.
شجاع دغه رازدامنيت دتامينولو  او دډاراچوونکو دناوړو فعاليتونوپه  شنډولو کې يې دلويې لارې دپوليسوهلې ځلې وستايلې اوپه دغه ولايت کې  يې د امنيتي ځواکونو د لازياتو برياليتوبونو هيله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته