امنیت

د يوې تروريستي پيښې عامل ونيول شو

کابل  باخترد وري دمياشتې  ٢٩ :
دملي امنيت د لوى رياست موظفينو پرون د يوې تروريستي پيښې عامل په هرات ولايت کې ونيوه چې دهرات ښار په يوه ګڼ  ميشته سيمه کې د ماين په ايښودلو سره زموږ د زيات شمېر هيوادوالو دشهادت سبب شوى و .
دملي امنيت د لوى رياست  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبرورکړ:
په نيول شوى سړى تورلګول شوى دى چې څه موده مخکې يې د هرات ښاروالۍ په وړاندې يو ماين ځاى پرځاى کړى و چې د چاودنې له امله يې يوشمېرکسان شهيدان اوټپيان شول.
نيول شوى سړى په هرات کې دطالبانو د يوقوماندان قاري خليل په ډلې پورې مربوط دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته