امنیت

د ډار اچوونکو له شر څخه دننګرهار دخلکو د ژغورنې لپاره هلې ځلې

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢٠ :    
په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو دټغر دټولولو لپاره  دافغانستان د حکومت هلې  ځلې  زياتې شوي دي .
مقامات غواړي  په ننګرهار ولايت کې  دزياتو پوځيانو په ځاى پرځاى کولو ، دسيمه ييزو پوليسو دقطعاتو دښه سمبالولو  او دپوځي عملياتو په ترسره کولو سره  دننګرهار ولايت  په هېواد کې په يو امن  ولايت بدل کړي.
دغه خبرې  دافغانستان جګپوړو پوځي مقاماتو  ننګرهار ولايت ته په سفر او ددغه ولايت له قومي  اوسيمه ييزو مشرانو سره په  کتنه کې څرګندې کړې.
په دې  کتنه کې  دننګرهار ولايت  قومي او سيمه ييزو مشرانو له خپلو امنيتي ځواکونوسره خپل ملاتړ څرګند کړ او ويلي يې دي  چمتو  دي چې  له پوځيانو سره دمرستې ترڅنګ  دامنيت په تامينولو او له ډاراچونې سره په مبارزه کې  خپل ځوانان  له امنيتي اوپوځي ليکوسره يوځاى  کړي  چې هغوى خپله دخپلو کليو او بانډو ساتنه وکړي.
دملي اردو  لوى درستيز جنرال قدم شاه شهيم  په دې کتنه کې وويل ؛ چې دوى به  په ننګرهار ولايت کې  خپلو عملياتو ته  دوام ورکړي   چې خلک دډاراچوونکو  له شرڅخه خلاص شي .
دملي امنيت لوى رئيس معصوم ستانکزي په دې کتنه کې  ديوسرحدي کنډک  دجوړولو لپاره  دهلوځلو يادونه وکړه او زياته يې کړه  چې دغه پوځي قطعه به   دډيورند په کرښه کې  پلټه وکړي  چې هېواد ته دډاراچوونکو دتګ راتګ مخه ونيسي .
دننګرهار والي محمدګلاب منګل له  دغو پوځي مقاماتو  او له قومي او سيمه ييزو مشرانو سره په کتنه کې وويل  چې امنيتي او دفاعي ځواکونه له مافيايي بانډونو او ډار اچوونکو سره دمقابلې وړتيا لري.
ده هم  په ننګرهار ولايت کې  دزياتو ځواکونو دځاى پرځاى کولو ، دپوځيانو دسمبالولو  او د امنيت دتامينولو لپاره  دپوځيانوله خوا دعملياتو دزياتوالي  دطرحې  هرکلۍ وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته