نوي ډيلي ډيلي ټايمز باختردزمري دمياشتې ٢١
هند نن ددغه هيواد په ختيځ ايالت اوريسا کې دهند دتوغنديو دازمايښت په سيمه کې داټومي سرګلولې د ليږدولو اړتيا لرونکې له ځمکې څخه ځمکې ته دپريتوي-٢ توغندي په برياليتوب سره ازمايښت کړ.
دنړيوالو خبري منابعو دخبرله مخې ، دغه توغندى له يوې ګرځنده واسطې څخه وتوغول شو.
دپريتوي- ٢ توغندى د درې سوه پنځوسو کيلومتره واټن په اغيزمن ډول وهلى شي او کولى شي اټومي سرګلوله وليږدوي.
پريتوي لومړنۍ توغندى دى چې د رهبري کيدونکې توغنديو دتوليد لپاره دهند ترپروګرام لاندې جوړيږي او کولا ى شي له پنځه سوه کيلوګرامو څخه تر زرو کيلو ګرامو پورې سرګلوله وليږدوي.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې د هند د دفاعي تحقيقي او پرمختيا دسازمان څيړونکو ددغه توغندي دتوغولو څارنه کوله .
8 1 دقیقه لوستل