هرات باختر دوږي دمياشتې ١٩ نيټه :
د هرات ولايت د عامې روغتيا رياست ته د يوه شخصي روغتون له سپارلو سره جوخت په دغه ولايت کې د څو روغتيايي پروژو د بنسټ ډبرې هم کيښودل شوې.
د پروفيسرې سکينې يعقوبي روغتون د يوميليون امريکايي ډالرو په لګښت جوړ او سمبال شوى دى چې نن د هرات د والي محمدآصف رحيمي او د عامې روغتيا وزارت د معين ډاکتر فدامحمد پيکان په وړاندې د هرات د عامې روغتيا رياست ته وسپارل شو.
د هرات ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکتر عبدالحکيم تمنا وايي: په دغه روغتون کې له دې وروسته ميندو ته د نسايي او ولادي تخصصي خدمتونه وړاندې کيږي.
ده د نويو روغتيايي پروژو لګښت اته سوه زره امريکايي ډالره اعلام کړ .
د افغان زده کړې د انستيتوت رئيسې پروفيسرې سکينې يعقوبي د هرات ولايت د عامې روغتيارياست ته د دغه روغتون د سپارلو هدف ميندو ته د خدمتونو د وړاندې کولو له بهيرسره مرسته وبلله او په دغه روغتون کې د با کيفيته خدمتونو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه.
د عامې روغتيا وزارت معين ډاکتر پيکان په وروستيو کلونوکې د ميندو دمړينې د شمېر د کمښت يادونه وکړه خو ويې ويل: اوس هم د ميندو مړينه دعامې روغتيا وزارت په وړاندې له مهمو چلنجونو څخه ده.
ده وويل: هرات له هغو ولايتونو څخه دى چې د هيواد د نورو ولايتونو په پرتله د روغتيايي خدمتونو کچه پکې په لومړى مقام کې ده.
پاى ج ذ