سیاست

اجراييه رييس: د پاکستان د راکټې بريدونو د بندولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي

کابل باختر دکب  لومړي :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکترعبدالله عبدالله په سپيدار ماڼۍ کې د کونړ ولايت له يوشمېرمشرانو او مخورو سره په کتنه کې وويل چې د پاکستان د راکټي بريدونو د بندولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د کونړ ولايت مشرانو د دغه ولايت د حالت او په تېره بيا د پاکستان له راکټي بريدونو وروسته معلومات ورکړل او د دغه بريدونو د سملاسي بندولو غوښتنه يې وکړه .
  دوى دغه راز د امنيتي حالت د ښه والي او د داعش د تروريستي ډلې د فعاليتونو د بندولو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د داعش افرادو د عامه نظم د پوليسو په يوې پوستې بريد وکړ او شپږ تنه پوليسان يې شهيدان کړل او يو تن بل يې ټپى کړ او همدغه پيښه د دې سبب شوې ده چې په دغه ولايت کې د داعش د نفوذ د پراختيا له امله دخلکو انديښنې زياتې شي. له همدې امله ايجابوي چې دولت ددغې ډلې د ځپلو او د خلکو د روحيې دپياوړتيا لپاره جدي اقدام وکړي. 
د افغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکترعبدالله عبدالله دکونړ له خلکوڅخه د هېواد د امنيتي ځواکونو د هراړخيزملاتړ په خاطر قدرداني وکړه او ويې ويل: د ننګرهار او کونړ په ولايتونو دپاکستان د راکټي بريدونو د بندولو لپاره د حکومت هلې ځلې پيل شوې دي .
د همدغو راکټي بريدونو له امله د اردو لوى درستيز د ننګرهار ولايت ته  لاړ چې حالات له نږدې تر نظر لاندې ولري .
اجراييه رييس ټينګار وکړ چې دکونړ ولايت امنيتي حالت ښه کيږي او لازم اصلاحات ترلاس لاندې نيول کيږي .
ډاکتر عبدالله زياته کړه چې د داعش ډلې د فعاليتونو د پراختيا د مخنيوي لپاره هم لازم اقدامات ترسره کيږي .
ډاکتر عبدالله عبدالله په داسې حال کې چې راتلوونکي کال له چلنجونو ډک وباله زياته يې کړه چې افغان امنيتي ځواکونه د هېواد او خلکو د دفاع لپاره بشپړ تيارى او ځواکمني لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته