خبرونهاقتصاد

د ننګرهار مالدارۍ فارم کې د شېدو توليد زيات شوی دی

کابل / د وږي ۱۸ مه / باختر

د ننګرهار وادي کرنيز ریاست د مالدارۍ فارم کې روانه مياشت د ۴۱ غواګانو له شېدو څخه ۲۴۷ زره ۵۰۰ افغانۍ عاید ترلاسه شوی دی.

د ننګرهار وادي کرنيز ریاست ريیس مولوي غلام رحمن وايي چې دغه فارم په اوولس جريبه ځمکه کې جوړ شوی، چې اوسمهال په کې ۲۲۹ شيدې ورکوونکې غواګانې تر رزونې لاندې دي او ډېر ژر به یاد فارم لا پراخه شي.

په دغه فارم کې غواګانو لپاره د خوراک او څښاک، تودوخې درجې، درملنې، شېدو لوشولو او خوراکې ساتلو منظم سيستمونه شتون لري.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته