سیاست

جمهورئیس غني په کابل کې د چین استوګن سفیر ته د علامه سید جمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ

کابل  باختر دتلې دمياشتې ٢٠ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون  ماښام په کابل کې د چین ولسي جمهوریت استوګن سفیر یاوجینګ ته  د مخه ښې کتنې پرمهال د نوموړي د خدمتونو او کوښښونو د قدردانۍ په موخه، هغه ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې  په ارګ کې تر  سره شول د سید جمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ.
دجمهوررئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې اړه د جمهور رئیس په فرمان کې چې د جمهوري  ریاست فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر ولوست راغلي،  ښاغلي یاوجینګ په افغانستان کې دخپل ماموریت پرمهال د افغانستان او چین ترمنځ د ښو او هر اړخیزو دوستانه اړیکو په ټینګولو او پراخولو، د دوه اړخیز باور د لا زیاتولو، د مرستو جلبولو، تنظیمولو او رسولو په برخه کې دپام وړ او پرله پسې هلې ځلي کړي دي. 
د هېواد جمهور رئیس له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د چین ولسي جمهوریت د مرستو او همکاریو د جلبولو په برخه کې د هغه د هلوځلو مننه وکړه اونوموړي ته یې په راتلونکو دندوکې دلا بریالېتوب هیله وکړه.
جمهور رئیس غني د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په اشارې وویل، افغانستان د سیمې د هېوادونو ترمنځ د یوه  ارتباطي پُل په څیر دی چې د سیمې په نښلېدو کې اساسي رول لري او چین به د واخان کورېدور له لاررې منځنۍ آسیاته لار ومومي.
ښاغلي یاوجینګ له جمهور رئیس څخه د هغه دخدمتونو د تقدیر په خاطر د نښان  ورکولو له امله مننه وکړه وېې ویل، په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال مې دا باور ترلاسه کړ چې د افغانستان حکومت په ځانګړي ډول دسولې او ثبات دټینګښت لپاره دجمهور رئیس  غني هڅې مهمې او ارزښتناکه دي.
هغه په افغانستان کې د خپل ماموریت په ترسره کېدو د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وویل، افغانستان به یې تل په یاد وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته