سیاست

د مشرانو جرګې رئيس د ايران د اسلامي جمهوريت له سفير سره وکتل

کابل_باختر د سلواغې د مياشتې٢٥مه
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار پرون له غرمې وروسته، په خپل استوګنځي کې د ايران د اسلامي جمهوريت له سفير محمد رضا بهرامي سره وکتل.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دعلاقي وړموضوعګانو په اړه د خبرو ترڅنګ،ښاغلي بهرامي د خپل متبوع هېواد له پارلمان څخه د مشرانوجرګې د رئيس د ليدنې په موخه،د ايران د اسلامي شورا د مجلس د رئيس علي لاريجاني بلنليک وړاندې کړچې د مشرانوجرګې رییس دمننې په څرګندولوسره، ژمنه وکړه چې په مناسب وخت کې به د ايران اسلامي جمهوريت ته رسمي سفر وکړي.
همدارازپه کتنه کې دسيمي او افغانستان د روان امنیتي وضعيت، په هیواد کې د داعش ترهګرې ډلې د فعاليتونو ، د وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو د بهيراود سولې له بهير سره د ګلبدالدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د يو ځای کېدو په اړه خبرې وشوې.
مسلم يار د افغانستان او ايران د ديني، ژبني مشترکاتواو ښه ګاونډيتوب څخه د يادونې تر څنګ،د دواړو هېوادونو د پارلماني اړيکو په پراخوالي ټينګار وکړ، ويې ويل چې پارلمانونه د اړیکو په ټينګښت کې ټاکوونکې رول لري اود دې اړیکو د پراخوالي په موخه باید جدي کار ترسره شي په دي کتنه کې د مشرانو جرګې د دارالانشا لوی رئيس سيد حفيظ الله هاشمي هم ګډون درلود.
د يو بل خبر له مخې د مشرانو جرګې د دويم نايب انجنير حسيب الله کليمزي په مشرۍ د يادې جرګې پلاوی تیره ورځ،د نړۍ د بحرونو د ارزونې په لومړی استماعيه غونډه کې د ګډون په موخه د امريکا متحده ايالاتو ته سفروکړ.
د مشرانو جرګې پلاوی به پدي ناستوکي دګډون ترڅنګ ،د ياد هېواد د سنا مجلس د مرستيال، د نړيوالو اړيکو د کمېټې له رئيس او د يو شمېر نوروسناتورانو سره د علاقې وړ موضوعګانو او په ځانګړې توګه د افغانستان د روان امنیتي وضعيت په اړه هم خبري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته