امنیت

د پکتيکا له مرکزي زندان څخه پنځه تنه ازاد شول

پکتيکا باختر د ثور دمياشتې ۲۰ مه
په پکتيکا ولايت کې له مرکزي زندان څخه د ولسمشر د ۱۶۹ ګڼه فرمان په اساس پنځه تنه بندیان خوشي شول او د دریو نورو د بند موده کمه شوه.
دپکتیکا والي محمدالیاس وحدت باختر اژانس ته وویل چې له جيل څخه مسلسه څارنه او نظارت یې د کاري لومړیتوبونو څخه دى او په وینا یې دا کار یې په خپل وخت ترسره کړی.
وحدت زياته کړه، د بندیانو ستونزې یې درک کړي او دوی ته یې د تعلیم ترڅنګ، د روغتیا ،سپورت او نورې اړينې اسانتياوې برابر کړي دي.
والي دغه راز خوشي شويو بندیانو ته د لارښوونې په توګه وویل چې له دې وروسته خپلې کورنۍ او ټولنې ته د یوه با مسؤلیته شخص په توګه کار وکړئ.
په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت د استناف څارنوالۍ رېیس اسدالله وزیري وويل خوشي شوي بندیان د جنایي جرمونو په اساس نیول شوي چې د مېلاد نبي ص په مناسبت د ولسمشر محمداشرف غني د ۱۶۹ ګڼه فوق العاد فرمان په اساس خوشي شول.
بل لورته د پکتیکا له جيل څخه خوشي شوي بندیان خوښي څرګندوي چې د ولسمشر د ځانګړې فرمان له مخې خوشي کیږي.
دوی وایي چې د بند په ټوله موده کې ورسره ښه چلند شوی او زیاتوي چې له دې وروسته به خپلو ورځینیو چارو ته دوام ورکړي
د یادونې وړده چې د پکتیکا په مرکزي جيل کې دا مهال ۱۴۵ تنه بندیان شته چې دوه تنه يې ښځې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته