کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٣ :
دملي اردودوه تنه سرتيري دتصفيوي عملياتو په بهيرکې شهيدان شول او نهه تنه نور ټپيان شول.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ.
دملي اردو ځواکونو په تيرو څلرويشتو ساعتو کې دفراه ،. هلمند اودفارياب دولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ تصفيوي عمليات ترسره کړل.
دملي دفاع وزارت خبرځايونو تائيد کړه چې ددغو عملياتو په بهيرکې ددغو ځواکونو دوه تنه سرتيري شهيدان او نهه تنه نورټپيان شول.
ديوبل خبرله مخې، دملي اردو ځواکونو دميدان وردګوولايت په مربوطاتو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه کړل.
په ترلاسه شويو جنګي وسايلو کې څلور ريموټ کنترول ماينونه ، يو بوشکه يې ماين ، يوکلاشينکوف ، يو کله کوف او نور پوځي وسايل اوتجهيزات ، دوه مبايلونه او دبريښنا يوه زياته اندازه مزي شته چې دملي اردو دځواکونوپه تصفيوي عملياتو کې ترلاسه شوي دي.